څه چې مې په تن تېرېږي كوم يو تن ته پته ده
يا مې زړه خبر دى يا زما بدن ته پته ده
ګل باندې څه تېرو شول يا غوټۍ باندې تېرېږي څه
حال نه وايي خلكه! ګنې ټول چمن ته پته ده
زه د ګل په تمه وم، ازغو راسره څه وكړل
ګوتې مې خبر دي يا زما لمن ته پته ده
شمسه! ته ساده يې چې د ښكلو نه وفا غواړې
ښكلي وفا نه كړي، دلته هر يو تن ته پته ده
Post a Comment