تا سره به ستا په لاره نه ځمه / جلال امرخيل

شاعرې

Thursday, October 26, 2023

تا سره به ستا په لاره نه ځمه / جلال امرخيل

 




غزل


تا سره به ستا په لاره نه ځمه

نور به په خندا په لاره نه ځمه


اوس د ځلمیتوب د جذبې کیف چیرې؟

اوس نو په هوا په لاره نه ځمه


عشقه خاتمه د زندګۍ مې شه

زه خو د بل چا په لاره نه ځمه


څومره چې عذاب راکوې ته راته

دومره خو خطا په لاره نه ځمه


ډیرې سوداګانې مې نیمګړې دي

هسې په سودا په لاره نه ځمه


تور به زه د عشق په لمن نه ږدمه

زه چې په رڼا په لاره نه ځمه


لاس مې دې جلاله ! په زړه ایښی دی

ځم خو بې له تا په لاره نه ځمه

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف