ارواښاد ډاکټر صاحب شاه صابر ستا د مینې په نوم اوس هم ګناګار دی

شاعرې

Wednesday, October 25, 2023

ارواښاد ډاکټر صاحب شاه صابر ستا د مینې په نوم اوس هم ګناګار دی

 





ارواښاد ډاکټر صاحب شاه صابر

ستا د مینې په نوم اوس هم ګناګار دی

هغه ستا لېونی، هغسې په دار دی


د احساس د ګل ګرېوان پکې تار تار دی

خدایه دا څنګه چمن؟ څنګه بهار دی؟


له وجوده مې چاپېره خوشبویي شوه

دا مې ته په خوا کې تېر شوې؟ که بهار دی؟


بادشاهان یې د سرو سپینو سوداګر دي

لېوني پکې څوک څه پېژني، ښار دی


دا نشه به دې، که خیر وي، سبا نه وي

نن خو خیر دی، ستا د زلفو اقتدار دی


دا چې اوس هم د ځوانۍ خوبونه وینم

ما لیدلی ستا د تورو زلفو وار دی


چې د هر څه و په هر څه کې بې کار و

دا سړی څنګه د هر څه نه وېزار دی


څوک د زړه په زخم هغسې نازېږي

څوک د زړه شوره اوس هم ناکلار دی


دا چې زه پرې د دنیا رنګونه وینم

دا د کوم اسمان؟ د کومې رڼا تار دی؟


زه د سره په ځان څو ځله غلط شوم

ماته ځان ښکاري ستا د مینې


ستا د مینې له جنته مې وباسي

کمپیوټر، که انټرنېټ، که وي-سي-آر دی


د دنیا هره سودا پکې خرڅېږي

زړونه نه دي، دکانونه دي، بازار دی


ماته پته ده زما نه قربانېږي

زه یې پېژنم، صابر دی، زما یار دی

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف