لایق زاده لایق د پښتونخوا سوات درې په "مدین" کې په "اخون خېل" ټبر کې د ۱۹۵۹ د جنورۍ په پنځلسمه د لال چان پاچا په کور کې زیږېدلی و.

شاعرې

منگل، 31 اکتوبر، 2023

لایق زاده لایق د پښتونخوا سوات درې په "مدین" کې په "اخون خېل" ټبر کې د ۱۹۵۹ د جنورۍ په پنځلسمه د لال چان پاچا په کور کې زیږېدلی و.

 




 د پښتو ژبې یو نوم‌وتی شاعر، لیکوال او د راډیو پاکستان د پروګرامونو پخوانی مشر لایق‌زاده لایق د ۶۴ کلونو په عمر نن (دوشنبه د لړم پر اتمه/د اکتوبر پر ۳۰مه) په پېښور کې د زړه درېدو له امله ومړ.


له هغه شاوخوا ۴۰ چاپ شوي کتابونه او بې شمېره اشعار او نعتونه هم پاتې، چې ګڼ شمېر يې په سندرو کې هم ویل شوي. هغه د شاعرۍ تر څنګ په نثر او ډرامه لیکنه کې هم پراخ لاس درلود او د راډیو په خبریالۍ کې هم کلونه کلونه کار کړی.


د هغه جنازه او خاورو ته د سپارلو مراسم نن د هغه په پلرني ټاټوبي د سوات په مدین کې ترسره شول.


د لایق زاده لایق مړینې ته پراخ غبرګونونه هم ښودل شوي او ګڼو لیکوالانو، سیاستوالو، سندرغاړو او هنرمندانو پرې خپګان ښودلی او مړینه یې "ستره ضایعه" بللې.


د پښتو ژبې سندرغاړی کرن خان چې هغه خپل استاد او "لوی نوم" ګڼي، بي بي‌سي‌ پښتو وېبپاڼې ته وویل، هغه تقریباْ په ټولو ادبي ژانرونو کې لیکل کړي وو، چې دی يې په تېره بیا نعتونه، غزلونه او سندرې یادوي چې ګڼو سندرغاړو ویلي.


کرن خان يې د راډیو پاکستان، په تېره بیا د پېښور څانګې له لارې، د چمتو کړو او خپرو کړو ډرامو، پروګرامونو او کیسو یادونه کوي.


کرن خان ته يې د هنرمندانو د روزنې او پالنې کړی خدمت هم د ډېرو ستایلو دی او وايي، "د هغه اثار به تر ډېره د پښتو ادب د لمنې پراختیا ته کار ورکوي او ډېر نوي به زده کړه ترې وکړي."


د پښتو بل مشهور سندرغاړي هارون پاچا هم د هغه په ویرنه کې د هغې سندرې بیتونه پر اېکس (پخواني ټوېټر) خپاره کړي چې وايي "څو کلونه مخکې" يې "خپله" ورته لېږلي وو.


"کښېنه چيرته ځې به نه، لاره بدلوې به نه


اوښکې مې راوړې په لېمو کې ننواتې دي


تا سره زما خبرې پاتې دي"


هارون باچا يې کورنۍ او ملګرو ته د تسلیت ویلو تر څنګ زیاته کړې، "نن يې په خپله داسې لاره بدله کړه چې نور به يې هېڅ ونه وينو."




ژوند،‌ کار او کولتوري میراث

لایق زاده لایق د پښور د سوات درې په "مدین" کې په "اخون خېل" ټبر کې د ۱۹۵۹ د جنورۍ په پنځلسمه د لال چان پاچا په کور کې زو کړی.


لومړنۍ زدکړې يې تر لسم ټولګي په خپل پلرني کلي کې کړې وې او په لومړۍ درجه ترې فارغ شوی و.


له هغې وروسته د سوات جهانزېب کالج ته تللی. وروسته يې له کراچۍ پوهنتون څخه په سیاسي علومو او حقوقو کې زدکړې او بیا یې له پېښور پوهنتون څخه په پښتو ادب کې تر شپاړسم ټولګي زدکړې کړې. هغه په بېلو برخو کې ټولې څلور ماسټرۍ بشپړې کړې وې.


لایق زاده لایق د تېر میلادي کال په اوړي کې (د ۲۰۲۲ کال د جولای په ۲۹مه) د مشرق تلوزیون "پلوشې" پروګرام ته ویلي، له زدکړو وروسته په سیاسي علومو کې په پېښور فدرال کالج کې د ښوونکي دنده هم ورته پیدا شوې وه خو د هنر شوق شاعرۍ، راډیو او هنر ته کش کړ.


دی وايي "هان په ۱۹۷۵ کې يې لومړی کتاب چاپ شوی و". هغه مهال دی په لسم ټولګي کې په زده کړو بوخت و.


نوموړي ویلي و،‌ په ۱۹۷۱ کال کې په پنځم ټولګي کې و چې شعر لیکل يې پیل کړي و او دغه راز يې ځايي ورځپاڼو ته لیکل هم پیل کړل.


نوموړی په دې اند و چې شعر او موسيقي سره بېلېږي نه چې له همدې امله هغه له ځوانۍ " لومړی بېنجو غږول او وروسته سېتار غږول هم زده کړل."


دی دا هم وايي چې پر لومړنۍ شاعرۍ يې د پښتو غزل د پیاوړي شاعر حمزه بابا اغېز هم و.


لایق زاده لایق د خپل کاري ژوند ډېر وخت په راډیو کې د موسيقۍ په ګډون په بېلابېلو پروګرامونو تولیدولو او خپرولو تېر کړی.


ښاغلی لایق زاده د راډیو پاکستان د پېښور څانګې مشر او وروسته د راډیو پاکستان د پروګرامونو مشر هم پاتې شوی.


هغه خپله ویلي‌ و، چې څومره سندرې چې د هغه ویل شوې، ښايي د بل شاعر هومره نه وي ويل شوي.


دی وايي، د شاوخوا دېرش فلمونو لپاره يې لیکل هم کړي.


هغه ته د پښتو ادب د خدمت په خاطر ګڼې جایزې ورکړل شوې چې له هغې جملې په ۲۰۱۴ کال کې يې د پاکستان دولتي مېډال هم ګټلی.






شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف