اکبر سيال /چې د چا په زړه کښې درد وي

شاعرې

Tuesday, October 31, 2023

اکبر سيال /چې د چا په زړه کښې درد وي

 


غزل

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔


چې د چا په زړه کښې درد  وي

هم هغه سړی به      مرد  وي


چې  فضا    لوګي لوګي   وي

د  رڼا   په     مخ به ګرد   وي


ژوند وي خوږ په اجتماع کې

شکر لب  چې هر يو فرد  وي


د   لېمو   ځګی   چې تود وي

د  خېمو   کلی   به   سرد وي


په جمات، کلي ، حجره    کې

پرې يې نږدﺉ چې امرد”١“ وي 


چې    د   ځان  د  پاره   پايي

سياله  دا    سړی   نامرد   وي


اکبر سيال اسلام اباد

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ 

١۔۔امرد پرستي۔۔(هلک بازي)۔دغه شعر په کې هسې بهرتي شوی دی۔۔د قافيې د چوکاټ نه هم لږ بهر دی خو شعر دې نو۔۔۔۔

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف