غلام حلق سائر / اخلــــې له شعــرونو اپوټې معـــنې

شاعرې

Tuesday, October 31, 2023

غلام حلق سائر / اخلــــې له شعــرونو اپوټې معـــنې

 


غزل 


اخلــــې له شعــرونو اپوټې معـــنې

دې نه خو وتے شي ډېرې ښې معنــې


ټولې ترجمــې ستا د نازونـــــــو دي

نشته پکښې هېڅ داسې کګـې معنې


ده  د اشــــــــارو او کـــــنــایو ژبـــــــه

هر څوک راویستے نۀ شي د دې معــــــنې


ستا خاطر مې اوکړلو خامـــوشه ووم

مالۀ ستــا د هر لـــــفظ راتلې معـــنې


تا زما په مخ اُوښــکې لیـــــــــدې که نۀ

څاڅکي څاڅکي څنګ راورېدې معنې


تا چې وې الفت او وصــال څۀ معنه

ښکلــیه نو په شونډو رپــېدې معنې


غوښتې ما سائر وو د " ها" نا ' جواب

تا ترینه بهــر کړلـــے اوږدې معـــنې



شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف