شاعرې

Friday, October 27, 2023

 





««««« د پښتو ژبې بيدل شاعر  »»»»»»


ليک د ميا وکيل شاه فقير خېل


د بيدل په نامه دوه شاعران تېر شوي چې يو مرزا عبدالقادر  بيدل د پارسۍ ژبې پياوړې او نوموړې غزلګو شاعر تېر شوي چې په ١٦٤٤ع کښې په په پټنه هندوستان کښې پيدا شوی او په دهلي کښې په ۵ دسمبر ۱۷۲۰ع کښې وفات شوی او بل بيدل د پښتو ژبې هغه نازک خياله شاعر تير شوی چې د خپلې رنګين خياله شاعرۍ په وجه په پښتو ادب کښې يو ځانګړی مقام لري هغه ځکه چې شاعري يې دداسې محاسنو ډکه ده چې  د پښتو ادب د حسن او ښکلا معيار ګڼلي شي او د خپلې رنګينې نازک خياله شاعرۍ د شاعرانه فن هغه نزاکتونه او باريکۍ اچولي خو د بدقسمتۍ نه دا بيډل زمونږ د سترګو نه پټ دی تر اوسه پورې نه مخکنو ته يې څه معلومات شته او نه اوسنو ته 


دبيدل پيژندګلو

د بيدل د زېږېدنې او مړينې نيټه نه ده معلومه خو دده د شعرونو نه معلوميږي چې دې د حميد بابا, علي خان, سعيد ميا اکبر او محمدي صاحبزاده هم عصر دې لکه دې په يو سعر کښې وايي


    هر چې  دي   زما  د  عصر   هغه   دادی

  چي هر يو پکښې خوشخويه سخندان دي


  صاحبزاده.  محمدي     علي خان      ګوره

  هم سعيد له ميا اکبر  سره   عيان     دی


  مقبول شوی په دا باب کښې دې هر چا ته

  چې هر يو په خپل قوت کښې پهلوان دی


  محمدي تر حميد زيات وينم کم نه دی

  هورې زړونه پرې غوڅيږي علي خان دی


  چې ممتاز زما د  عصر   دي   هغه    دادي

  نور بې شماره دي د واړو ښه بيان دی


نو ددې نه معلومه شوه چې بيدل د ۱۱۱۸ ھ ق دزمانې دی ځکه چې دغه زمانه کښې د حميد بابا دشعر غوغا خوره وه او بيدل هم دغه شاعران خپل هم غصر ياد کړي دي

اود بيدل ددې سعر صفا معلوميږي چې دده شاعري د تيمور شاه بادشاه  په زمانه کې په بام وه او دغه زمانه دولسمه هجري ده لکه دې وايي


  په دوران د تيمور شاه کښې کج دوران شو

بې ګناه  بې   تقصيره   کړم     جانان  ډوب 


ځای ځائيګې

د بيدل ددې شعر نه معلوميږي چې بيدل د اشنغر د اتمانزو کلي اوسېدونکې وو لکه وايي


  څه حاجت دی چې بيان وکړم د واړو

دوه څلويښت زما د کلي چې اتمان دی

په دې شعرکښې بيدل د اتمانزو کلي د څلويښتو شاعرانو تغداد هم ښودلی  او بل شعر کښې د اشنغر د جيندي سيند  ذکر داسې کوي


  تمام رخت د خوشدلۍ راڅخه ډوب شو 

  چې ګډ شوی وم د مينې په جيندي  بيا


    اوس به څه لمانه  صبر و  آرام   غواړې

  چې مې يوړو مال متاع د عشق جيندي بيا


شاعري 


 په دې حقله د ديوان بيدل مرتب کونکې نوموړې محقق هميش خليل صيب په سريزه کښې ليکي    

«ځنو پښتنو ليکوالو او شاعرانو حميد بابا او کله کله کاظم خان شيدا د پښتو د بيدل په نوم ياد کړی او دا ځکه چې ددغهدواړو پښتنو شاعرانه  انداز, تخيل او نازک خيافي د پارسۍ د بيدل سره برابری خوړي ولې دا تراوسه هيچا ته معلومه نه وه چې پښتو ادب خپله لمن کښې خپل بيدل هم لري چې د زمانې د انقلاباتو او ناسازګار حالاتو په وجه زمونږ له نظره پټ وو بيدل په خپل سبک کښې د لوړ مقام او شهرت خاوند دی دې د خيال پرورۍ سره د استعاراتو او تخيل يو بې پايابه او بې ساحله سمندر دی چې کلام کښې د فصاحت او بلاغت ساري نه لري بيدل  يو درد مند شاعر دی چې د خپلو خوږو او دلسوزه اشغارو په وئيلو يې پښتو ادب کېې نوی روح پوک وهلو او که نازک خيالۍ په فن کښې ورته د استغارو, تشبيهاتو او صنائع بدائع استاذ اووايم نو مبالغه به نه وي»

د بيدل شاعري ډيره خوږه دسوزو ګداز عشق و محبت پندو نصيحت ډکه ده او بابا د حميد د مکتبه فکر پيروي ده او داسې معلوميږي چې بيدل د حميد بابا کاظم خان شيدا, علي خان او کامګار خان د يو مکتبه فکر شاعران دي ځکه چې د بيدل کلام کښې هم ددغه يادو شاعرانو په شان فصاحت او بلاغت ښکلا د تخيل لوړ والې هم  موندلی شي دلته به  د بيدل يو غزل وړاندې کړم


  چې په لبو کښې  زبان   راته    يار      نيسي

  هغه دم لکه پتنګ  مې   په     نار        نيسي


  چې له نازه په سرو شونډو کښې  موسيږي

  سر تر پايه مې په  اور  د    عذار     نيسي


  دا يې خيال د انګو  دی  زه    حيران    يم

   که چندڼ  دی پائی تر سری ښامار نيسي


دا ږلۍ که در که  نمر دی   نه    پوهيږم

چې مسکن زما د په خوله کښې د يار نيسي


دا عرق  دی  که   خوله    ده     پرخيدلې

که شبنم  دی  په سرو  ګلو قرار  نيسي


دا يې خط ډی ګير و پير چاپير له  مخه

که حبش دی چې کعبه په تلوار نيسي


  د حيرت په  غاښ چيچي ګوتې د عجز

  چې لړم ته د ابرويو زړه خوار نيسي


  دا زرګر که زرګري  خوي  صنم  زده که

چې په اور سوی «بيدل»  بيا  دوبار نيسي


د بيدل ديوان محترم هميش خليل صيب په ترتيب او سريزې سره په اکتوبر ۱۹۵۷ع  کښې د شاهين برقي  پريس  پيښور نه چاپ شوی چې د ۱ نه تر ۲۶۳ مخه  پورې شاعري ده او د ۲۶۴ نه تر ۲۷۲ مخه پورې لغت نامه لري


(ميا وکيل شاه فقير خېل)

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف