اوس ويرېږمه د کرښو له غذابه،
چپه خوله مې سر ته پروت ښه يې کتابه،
د نغمو صورت ګري څه ده پوهېږم ،
زه د تار غوندې لړزېږمه ربابه،
هغه سوال دومره حسين وو لېوانيۀ،
که غوښتې يې ور مې نه کړلې ځوابه،
شاته نه ګورم چې دشت به راپسې وي،
ما په سترګو کښې راوړې يې سرابه،
ممتاز څومره لېونتوب غواړي خبر ئې؟
بې حسابه ، بې حسابه ،بې حسابه
ممتاز اورکزے

Post a Comment