مراد شنواري لنډه پيژندګلو
مراد علي خان شينواری چې په مراد شينواري پېژندلے کېږي د پښتو ژبې د غزل د بابا امير حمزه شينواري ځوی وو. هغه په لنډي کوتل کې زېږېدلے وو.
په پښتو ژبه کې يې ماسټري اخيستې وه او د پنجاب له پوهنتون نه يې ځينې بريليکونه ترلاسه کړي وو.
يو څه وخت په مالېزيا کې په کارونو کښې مصروفه وو، بيا بېرته پاکستان ته راغی او هلته د پېښور پوهنتون د پښتو اکېډمۍ په کتابتون کې د کتابګر په توګه کار کاوه تر دې وروستو بيا د پېښور راډيو کې يې د سکرېپټ ليکوال په توګه په کار شروع وکړه او تر ريټائيرډ کيدو پورې هماغلته په کار وو.
ادبي زیار
مراد شينواري د ليکوالۍ فن له خپل پلار نه په ميراث اخيستی و، هغه د ګڼ شمېر پښتو فلمونو د قيصو او سندرو ليکوال وو. همداراز يې دا لاندې کتابونه چاپ شوي:
پلوشې – د لنډو قيصو ټولګه
خېبر ادب – د يوڅلوېښت شاعرانو او اديبانو ادبي تذکره
مرحوم و مغفور د شعرونو ټولګه (غزلونه، نظمونه او فلمي سندرې)
د پښتو فلمونو د سندرو ليکوال
د پښتو فلمونو د قيصوو ليکوال
د وينس سوداګر - د شکسپير د ډرامې ژباړه
ایک تبصرہ شائع کریں