نيازک خان / څوک بې دمه بې مزې ځي

شاعرې

Monday, October 30, 2023

نيازک خان / څوک بې دمه بې مزې ځي

 



غزل



څوک بې دمه بې مزې ځي

چې په لار د ميکدې ځي


نوم د تلو په خله وانه خلې

ګنې سا مې درپسې ځي


اول حق دې د خور ورکړي

بيا  په لور دې د کعبې ځي


تاسو ځئ په اټک واوړئ

زما خپې تر مارګلې ځي


څوک د زړه له درده ژاړي

په دې لاره څوک دشپې ځي


په دې دومره لوی مخلوق کې

يو نيازک به ستا په خلې ځي!



شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف