پۀ تکه‌ توره شپه کښې تش مکان چغې وهلې/

شاعرې

Saturday, November 14, 2026

پۀ تکه‌ توره شپه کښې تش مکان چغې وهلې/

 



پۀ تکه‌ توره شپه کښې تش مکان چغې وهلې

څۀ شور د خاموشۍ او څۀ باران چغې وهلې


چې يو خوا بې وسۍ بل خوا ارمان چغې وهلې

په‌سر کښې خامخا به يو طوفان چغې وهلې


يو فکر د زخمي زخمي احساس سره روان وۀ

پۀ چپه خله د چا څېرې ګرېوان چغې وهلې


پۀ خله باندې کۀ هر څو ما د زړۀ ‌قيصه او نۀ کړه

خو زړۀ راته بې واره د‌جانان چغې وهلې


مدار کښې د‌ مذهب روزي ګټل هم اسان نۀ وو

يو خيټه وه په چغو بل ايمان چغې وهلې 


د‌ ژوند هډو معنې نۀ وه پۀ ښار د‌ محرومۍ کښې

درد هم پۀ چغو سر وۀ هم درمان چغې وهلې


د وخت پۀ ستمونو کښې روان وومه په وړاندې

 څۀ شا ته راپسې د چا احسان چغې وهلې


قانون نۀ وۀ او څۀ بيا دقانون پاسداري نۀ وه

حیوان پکښې خوشحاله وۀ انسان چغې وهلې


هرڅو کۀ زۀ شاهد وومه خو ژبه مې ګونګۍ وه

يقين وۀ چاړه شوے او ګمان چغې وهلې


احسان اللہ شاھد صیب

📜 خپله غزل او عکس راولېږئ

ګرانو شاعرانو! خپلې غزلې او عکسونه له موږ سره شریک کړئ.

ads

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف