زخم مې د زړۀ کوي غړانګې، اُف

شاعرې

Monday, November 16, 2026

زخم مې د زړۀ کوي غړانګې، اُف


 


"غزل"


زخم مې د زړۀ کوي غړانګې، اُف

درد مې  ځي سینه کښې څانګې څانګې، اُف


یعنې باور څۀ دے؟ خو رسۍ د دار

یعنې دې رسۍ نه به رازانګې؟ اُف


ونو کښې ګُور سېورے خوري ټالۍ د ناز

نمر چې راؤړي، سپينې سپینې وړانګې، اُف


پنجو کښې نظر مې وینې وینې وړي

سترګې د یؤ کس دي لکه پړانګې، اُف


ځه ژوند د کمرې چهت شو برياله! ځه

ښه نو د کمرې چهت نه به دانګې؟ اُف


بريال يوسفزے

چپريال سوات

📜 خپله غزل او عکس راولېږئ

ګرانو شاعرانو! خپلې غزلې او عکسونه له موږ سره شریک کړئ.

ads

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف