ځان سره دار ته خو ما هم نه خیژول ملګرې
خو دومره د چې تماشې ته به راتلل ملګرې
منم چې لاره د وفا ډېره ازغنه لار ده
بیا دومره زر به له ما نه واپس کیدل ملګرې
بېګا مې ټولا شپه د سترګو نه چا خوب وړې وه
بېګا مې واړه شپه په زړه راوېدل ملګرې
ما به په کاڼو له شا ولې ما ده کله منل
نن مې په خپلو ګنا هګارو ولیدل ملګرې
خلق حیران دې چې له کاڼو نه چينې او وتې
زه یې چې شګو ته سپارلم ژړیدل ملګرې
واړه د حق د لار ملګرې یو نور فرق مو نه شته
څوک دې په لار کښې څوک نر دار ورسېدل ملګرې
زه چې مقتل ته رسېدم ” درده “ تنها پاتې ووم
په هر قدم رانه په شا پاتې کېدل ملګرې
رحمت الله درد
Post a Comment