د خاطر خپل نوم مصري خان وو د خېبر سدوخېل وو. خاطر پۀ کال 1929 سنۀ کښې د اکبر خان پۀ کور کښې پېدا شوی وو، او په کال 24، اګست 1968 کښي پۀ حق رسېدلی وو ده د يو اوږده رنځ ( دق) سره لس يولس کاله سخته مقابله ؤکړه.
کله چې خاطر و 17 کالو خواه و شا پۀ عمر کښې ؤ ، پۀ دې وخت کښې دحاکم شاه باصر د لواړ ګې پۀ بازار د قهوه خانه وه هم هلته یې کار ورسره کولو ، هغه چائې خانې ته به ډېر لوی ، لوی شاعران ورتلو لکه حمزا بابا ، یا نور شاعران وو چې خاطر د هغو نه زده کړه اوکړه
مصري خان خاطر په اول کښي لوستي نۀ وو د خپل استاد لعل زاده ناطر شينواري نه ئې ليک لوست زده کړل شاعري ئې په وينه کښي راوړي وه خو د ناظر اصلاح اخستې وه.
خاطر أفريدی او د پښتو غزل سره څه داسې يو تر بله شوي ده. چې د غزل د ټکي سره سم د خاطر نو په ذهن کښي راځي . دا نوم او دامقام د پښتو غزل د سفر په داسي پړاوخور سوي دی چرته نه چې د غزل د ځوانۍ د شعور ډېرې لارې ګرځې.
د پښتو د ځوانۍ غزل بابا ستر امير حمزه خان شينواري د پښتو په ادبي ثقافت کښې غزل د ځوانۍ تر دي حدونو راوستو ډېر رياضت کړي دي . او په هغه ادبي تهذيب کښې ئې غزل ته مقام ورکړي دي ...
د ارواښاد خاطر افرېدي د کلامونو نه دا یو سو اشعار
ته به ګرځې داسې ښکلی زه به مړ يم
چې مې اوس وای لږ ليدلی زه به مړ يم
جنازه چې مې د کوره ګور ته واخلي
ته به نه يې راوتلی زه به مړ يم
خړې خاورې به په م باندې انبار شي
هر سړی به درومي غلی زه به مړ يم
زه به هېر شمه قرارې مرګي ورک شه
سره خاندي به ټول کلی زه به مړ يم
بې له مانه ما څوک نه درځنې غواړي
ما خپل ځان درته بخښلی زه به مړ يم
چې په ډېرو شپو مې هېر نکړې جانانه
دا ستا یاد مې ډېر ساتلی زه به مړ يم
زه د یار د دره بې له خپله ياره
بل چا نه يم راشړلی زه به مړ يم
په دا تور سترګو کله کله ګوره
جوړ په ما د خاورو څلی زه به مړ يم
چې په زبر مې تېرېږې خدای لپاره
لږ شه ما ته پښه نيولی زه به مړ يم
بيا لږ راشه په خندا شه چې ښايسته شي
چې مزار مې شي مښلی زه به مړ يم
که نور هيڅ نه وي چې ما لره رادرومې
خړ خيبر خو دې ليدلی زه به مړ يم
د کاکل په خطا بند د مخ کتاب کړه
ما "خاطر" په تا سپارلی زه به مړ يم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بیا دي صحي نه کړم په هغو سترګو
يو ځلې هـــم هغــــــسې په مړو سترګو
خير دی که زما سترګې دې بــــدې شي
ته خو راته ګــــــــوره په دا ښو سترګو
زه دې کـــــــړم اشنـــــا د شوګيرو سره
وړي مــــې خوبونه ستا اودو سترګو
زه يم چـــې د زړه په سترګو تا وينم
چا رڼا ليــــــدلې په ړنــــــــدو ستـــرګو
څومــــــره ترېنه وږي دي حيران يمه
سترګې د خاطر ستا د مـــړو ســـترګو
شومه ياره بيا دا ستا غوندې په نــــه زړه
چې په خــــــوله کوي يوه او په زړه بــله
د هغه ســـــــــره به مينــه کړې په څه زړه
سوي رنـــــګ تــــه مې لږ اوګــوره دلبره
ما نيــــولی ســـــتا د حُســـن په لمــبه زړه
بيا يې خوب واړه ټوپونه او هيبت شي
د هجــــــران چغې چې وشي په اوده زړه
يو غم نه دی چې يې وکړې ای خاطره
ډېر غمـــــونه دي کوه يې په ساړه زړه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ستـــــــــــا په سترګو کې به څه پاتې
رقيبـــــــــه يار کې مـــــې په خوله پاتې شي
يو ځلې نېـــــــــغ پــــــــدې لار تېر شه اشنا
چــــــې دې کـــــــــــاږه واږه کـاته پاتې شي
پردی مـــــــــزدور ســهر وختي پاڅيــــــږي
د شــــــوګيـــرو ميـــــــــــــن اوده پاتې شي
افسوس چې ستا په خيال به څه ښکارمه
دغــــه ارمــــــــان به مې په زړه پاتې شي
وستــــايه تل د يـــــــــــــــــار ترخه خاطره
چې په کتاب کې دې خــــــــواږه پاتې شي
"منقول "
Post a Comment