غزل
ته به په خندا وے ژړيدم به زه
ته اګر چه ګل وے رژيدم به زه
ته به چي وهلے په محلت کښ چا
ما به ژړل پټ پټ خوګيدم به زه
ته مي کړے دونيا ته د سپوږمئ مثال
زه لکه د نمر ووم سوزيدم به زه
ته حويلی تا ته باران څه وئيل
زه کچه کوټه ووم غورزيدم به زه
پټ په کاغذی جامه ووم ټول عمر
راغله چي وريځ به ويريدم به زه
زه شناس! خو جوړ د کاڼی نه وومه
ووم ديوال د خاورے نړيدم به زه
............................................
ګوهر شناس. ( ولايات المتحده الامريکيه)
ایک تبصرہ شائع کریں