لکه منزل ته چې څوک ستړے مسافر نۀ پرېږدى
مونږ لېونى څوک پۀ کوڅو کښې د دلبر نۀ پرېږدى
ماوې چې زۀ به ددې دهر ټول رازونه فاش کړم
پۀ غلامې وژنى خلق ماددارپۀ سرنۀ پرېږدى
زړګيه! بس نور به د زړۀ خبرى زړۀ کښې ساتو
نلکې خورې شوې څوک پۀ کلى کښې ګودر نۀ پرېږدى
اوس خو ناؔزى اؤ شورؔوى ازم اقرار وکړو چې
د کليسا خدايان د سر دپاسه سر نۀ پرېږدى
ملګريو! مۀ ژاړئ کابل پۀ اوښکو نۀ جوړېږى
کابل ارام ته وارثان دپېغمبر نۀ پرېږدى
دلته بنګلو کښې بنګله والو سرۀ ګلاب کرلي
زمونږ پۀ غرونو کښې غوړاڅکي اؤ نختر نۀ پرېږدي
دريغه چې مخ تۀ چا آئين دَ هغوي هم اُونيوے
څوک چې بمونه جوړوي مونږ ته خنجر نۀ پرېږدي
طاهره! نن کۀ ځانله ځانله دى سبا به يو شى
زما زلمى پۀ خپله خاوره سکندر نۀ پرېږدى
11 ستمبر 1991 ء کراچى پۀ شکريه د"جرس غزل نمبر" دپير محم کاکړ اؤقلندر مومند پۀ نوم منعقد شوى سيمينار کښې پۀ عطا شاد ميموريل هال کوئټه کښې پۀ 23 ، اکتوبر1991 ء واورؤ لے شو.
..
ایک تبصرہ شائع کریں