نا ليدلے يار
نقيب يوسفزے صېب د پښتون وطن، پښتنې خاورې نمائنده شاعر دے۔ هرڅو کۀ نقيب صېب ما ليدلے نۀ دے خو لوستلے، اورېدلے مې ډېر زيات دے۔ د تېرو پنځه کلونو راهسې د واټس ايپ د لارې (ستا ځواني زما غزل خپرونه) کښې د نقيب صېب سره زما پېژنګلو ده۔ په دې کلونو کښې د نقيب صېب ټوله شاعري کۀ ما نۀ وي لوستلي يا اورېدلي نو درې حصې به مې خامخا لوستلي، اورېدلي وي۔ د نمونې په توګه ئې دا شعرونه کتلے شئ
تورو ماښامونو ته خبرې دي
هسې دېوالونو ته خبرې دي
دا خلق چې په زړونو کښې نفرت ساتي ، ساتي دې
زۀ نۀ ساتم زۀ مينه اؤ وفا ساتم يارانو
يا لکه دا چې
دا چې ئې مخ نـۀ ښکاري دا چې ئې لاسونه پټ دي
د دې تـصــويــــر شـــاته بلها بلها رازونــــه پټ دي
دلــتــه کښې خلق د شاعر په قدر نـــــۀ پــوهيـږي
دلته خو ځکه د ادب بلها نومونه پټ دي
نقيب صېب ډېره ساده اؤ روانه شاعري کړې ده چې په
شاعرۍ کښې ئې د وطن درد، د پښتون اولس بې حسي،
بې وسي، د مسافرۍ تپژن ماحول اؤ د کور کلي نه د جدائۍ غم ژړلے دے۔ د دې سره سره ئې د رومانيت رنګ هم په
داسې ښکلي انداز تصوير کړے چې سړے په داد ورکولو مجبوره کوي اؤ بيا چې دغه شعرونو ته نقيب صېب د خپل
خوږ ترنم، خوږې غاړې خواږۀ اوبخښي نو بنده ورته حېران
پاتې شي.د تعليم د نِشت باوجود ليک، لوست کول اؤ په تېره تېره په زړۀ پورې غزل ليکل اؤ خلقو ته د شعر په ژبه پېغام ورکول د نقيب صېب کمال ګڼم. زما دعا ده چې الله پاک دې د نقيب صېب قلم نور هم بختور اؤ زورور کړي، آمين
پۀ درناوي
محمدالياس ثاقب ديولۍ
يوسفزي پښتو ادبي ټولنه سوات
۱۹ جنوري ۲۰۲۰
ایک تبصرہ شائع کریں