تسکين مانیروال
۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔
زما د ژوند قیصه
بلها د خوند قيصه
پۀ مانېرۍ کښې اوسم
د ښکلو ځائی کښې اوسم
نامه تسکین لرمه
پۀ عشق یقین لرمه
څۀ نوکري اوشوه
څۀ شاعري اوشوه
ښې تماشې مې اوکړې
ټولې نشې مې وکړې
په ځان کانې مې وکړې
ښې یارانې مې وکړې
عمر مې شپږ پنځوس
خو موړ لا نۀ یم تر اوس
خیال مې څو نور کاله
بلکې څلور کاله
شپېتو کښې زوړ به شم
څۀ لږ شان موړ به شم
څۀ قدرې سوړ به شم
خدائې که مې نور ساتي
نور به څۀ نکړم زیاتي
خلک پۀ عقل تلي
ما دي د زړۀ منلي
وادۀ مې نۀ دے کړے
لاړ به شم زه نیمګړے
پۀ زړۀ چاودلے ، ستړے
شعر اولاد لرمه
ځان به پرې یاد لرمه
۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔
ایک تبصرہ شائع کریں