ډاکټر خالق زيار / غزل چېرته په خوب کښې چې هم راشي جانان

شاعرې

جمعہ، 10 نومبر، 2023

ډاکټر خالق زيار / غزل چېرته په خوب کښې چې هم راشي جانان

 




غزل


چېرته په خوب کښې چې هم راشي جانان 

بیا په کلونو مې سودا شي جانان


چې وي د سر په بدل یم یوازې 

مئینان ډېر شي چې وړیا شي جانان


بیلتانه پوئ کړم په دې راز د مینې 

زړه ته نزدې شي چې جدا شي جانان


په داسې حال کښې به څوک مینه وکړي 

چاته وئیل چې هم ګناه شي جانان


په هغه ورځ مې واخله مړ رقیبه 

خدائې مه کړه ستا که د خندا شي جانان


چې په تیارو کښې د ژوند لار ورکه شي 

د سترګو نور شي ، رنګ رڼا شي جانان


بل څه خبره چې هم زیاره کووم 

خولې له مې هېڅ بې هېڅه راشي جانان

#ډاکټر_خالق_زيار


شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف