مينه ښايست هم غواړي خو ناز او ادا هم غواړي
زړۀ چې مينېږي هغه هم غواړي دا هم غواړي
حسن تش د غوښو د رنګين تصوير نامه نه ده
لږ څه په معصومو اننګو کښې مسکا هم غواړي
ولې دې زما په مرګ د بل سره منلي دي
ستا د جفا لوبه خو تا هم غواړي ما هم غواړي
ما به درنه ستا کوڅه کښې مات کړي دا رقيب منم
دے خو که هم دغه شان عادت شو نو تا هم غواړي
اے مجنونه خاورې مۀ شه ستا د ليونتوب نشه
دا صحرا په دې لاره کښې ښکلې ليلا هم غواړي
اے پښتنو هير مۀ کړئ دا ستاسو ملنګے خټک
وخت به درنه داسې ليونے ګورې بيا هم غواړي
اجمل خټک بابا

Post a Comment