د پښتو ژبې د ښاغلي او سپيځلي شاعر وهمي ورکزي شعري مجموعه " ديوالونه " د مارګلې په کنډاؤ را واوړيده او تر ما را ورسيده، د ګران وهمي ورکزي دې پښتنې مينې ته مننه وايم ښه خوشحاله ژوند سلامتي يې د رب غواړم .
وهمي ورکزے د خپل عصر په شاعرانو کښې د خپل ځانګړي اسلوب خاوند دے د هغه شعري مجموعه د پښتو شاعرۍ په پنګه کښې غوره اضافه ګڼم خداے دې د تخليق سرچينه هم دغسې لري چې د ادب تنده غري پرې خپله تنده ماته وي.
اوس وختونه پښه نيولي دي ولاړ دي
نه تېريږي لکه مخکښې تېرېدل چې
قلندره ! سمندر کښې انتشار وه
ترې موجونه دې کوزه کښې بندول چې
پاکه خدايه ! زمکه اوچاودې ' ورکوز شوے
*****
همدمه! د اسرو مې يو ورک لورے لټؤم
د ژوند په تروږمۍ کښې د بخت ستورے لټوم
پښې ابلې د اميد په سوراړا کښې وهمي سوزم
ځم چرته د شها د زلفو سيورے لټؤم
د وهمي ورکزي د شعري مجموعې " ديوالونو " نه انتخاب
ایک تبصرہ شائع کریں