غزل
سعید ګوهر
د ژوندون په دې كوفه کې ، زړۀ مې مات مات ، ځيګر پرې پرې
ماتمي يم ، حسيني يم ، په چړو مې ټټر پرې پرې
خداى خبر دى ، نه پوهېږم ، ما به جوړ كه ما به وران كړئ !
يو زړه خطي نسخه يم چې اوراق ئې اكثر پرې پرې
دا د كوم كور شهزادۍ ده ، دروېزې لره مجبوره
كچكول تش تش لمن تارتار ، ګرېوان چاك چاك، څادر پرې پرې
ځنګلونه كه برباد شول ، مونږ مرغان به چرې اوسو
شاوخوا راته پراتۀ دي ، شوون پرې پرې نښتر پرې پرې
وخته ! تاسره مې هوډ دى پرې به نه ږدم تا تر مرګه
بخته ! ته مې وې ليدلى ، ټول بدن په خنجر پرې پرې
دا اظهار د رقابت دى ، كه ثبوت ستا د سلوك دى
نن ماښام رېبار راوړى يو خوشخط خط، مګر پرې پرې
نه په مځكه مې پښې ايښي ، نه اسمان په سر اخستى
زۀ ګوهر قيدي بلبل يم ، په قفس کې ـــــــــ وزر پرې پرې
#saeedgauher #سعیدګوهر
ایک تبصرہ شائع کریں