غزل
درد به درنه لرې کم درمان به درله راولم
یه زړه لږه ساه واخله جانان به درله راولم
پام کوه د مینې خو بیخي پوښتنه ونکې
دومره ډیر به ؤژاړم باران به درته راولم
ته په جنتي مخ دا د لس روپو خالونه ږدې !؟
ستوري به راښکته کم اسمان به درله راولم
وه ماښامه دومره فرصت را چې روپۍ وګټم
ټيټ سر به راځي هغه یاران به درله راولم
یه د جینۍ پلاره زه ازل یم دنیا پیژنم
خدای منې چې ټول افغانستان به درله راولم
د ډاکټرې پلاره زه ازل یم دنیا پیژنم
خدای منې چې ټول افغانستان به درله راولم

Post a Comment