غزل
خون به مې واخلي قاتلانې به شي
زلفې دې مه سموه ورانې به شي
په آئینه کښې سترګې مه توره وه
ځان ته به وګورې حیرانې به شي
زمونږ وعدې د ښکلو څڼې نه دي
چې رنګ به واړوې ارزانې به شي
د محبت خواري دې هیره مه شه
لارې که ګرانې دي آسانې به شي
ستا د ښائیست تخم به نه ورکوي
د زړونو زمکې دې ودانې به شي
بلا دې واخلم زلفي مه خوروه
بلا به واخلي بلاګانې به شي
د تورو سترګو دروغژنې قیصې
صابره مه سپینوه ګرانې به شي
ایک تبصرہ شائع کریں