تۀ ازانګه د ازادۍ وې د ژوندون په ورشو
يؤه نغمه د خپلواکۍ وې د ژوندون په ورشو
د ځيګر خُون په چراغان دې تل تيَرې سېزَلې
د فکر اور دې د ظلمت د شپو سينې څیرَلې
په خوب او خيال کښې دې د مينې ګودرونه ليدل
سرې لوپټې دې هم د پېغلو پرچمونه ګڼل
مقصدیت او صداقت به ستا د فن ځلا وه
رومانيت جديدیت به ستا د فن ښکلا وه
د قلندر د سباؤون او رڼائۍ قائل وې
تۀ په عظمت کتاب قلم او سياهۍ قائل وې
تۀ د خوشحال په رهګزر وې بَل مشال د شعور
استعاره وې په پښتو کښې د خپل فکر د نور

Post a Comment