زما د ذهن خوراکونه به په مېز پراته وي

شاعرې

پیر، 19 اکتوبر، 2026

زما د ذهن خوراکونه به په مېز پراته وي

 





غزل

زما د ذهن خوراکونه به په مېز پراته وي
يوه ډيوه دوه کتابونه به په مېز پراته وي

يواځې ناست يمه خو ستا د ناستې ځاې ګواه دے
ډبے سيګرټ  دوه ګلاسونه به په مېز پراته وي

د سحر مونځ پسې به نيت د جنازې اوتړئ
د ارمانونو ډېر لاشونه به په مېز پراته وي

دې نن سحر که رانه هم د  شپې حساب غوښتلو
 سلګو نيولي مشالونه به په مېز پراته وي

ما ستا لوظونه د ماضي , لۀ حاله  نه دي ويستي
يو مات ډنډر تازه ګلونونه به په مېز پراته وي

ستا د ليدو نه پس او اوس د نه ليدلو نه بعد
د زوړ غزل تازه شعرونه به په مېز پراته وي

سدابهار سره  کمره کښې به نور هيڅ هم نه وي
خالي بوتل رپ  کاغذونه به په مېز پراته وي

عادل سدابهار

📜 خپله غزل او عکس راولېږئ

ګرانو شاعرانو! خپلې غزلې او عکسونه له موږ سره شریک کړئ.

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف